IQNA

د مظلوم اقلیت سره د یو بل ظلم اضافه

د میانمار مسلمانانو لپاره د منع شوي سیمو ټاکل

22:15 - September 13, 2017
د خبر لمبر: 3480681
نړیواله ډله: د میانمار په راخین ولایت کې د روهینګیا مسلمانانو سره زور زیاتي نه په سلګونو زرګونو کسانو بنګلادېش ته تېښته، د میانمار دغه مسلمانان سره نوې ظلم په بله بڼه د منع شوي سیمو ټاکل دي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د nst خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د برما د بشري حقوقو شبکې(BHRN) په اخیرني خپرو کړې راپور کې د مسلمانانو لپاره منع شوي سیمو کې د ودې خبر ورکړي او د دغه هیواد په ۲۱ کلو باندې د حکومت له اړخه د «مسلمانانو ننوتل منع دې» بورډونه لګولي دي.

له ۲۰۱۲ کال نه وړاندې د راخین او کاین په ولایت کې د مسلمانانو لپاره منع شوي یو شمېر سیمو شتون لرلو خو ولی د مسلمانانو خلاف د بودائیانو منفي احساسات له کبله د مسلمانانو لپاره منع شوي سیمې زیاتې کړي.

په دې راپور کې راغلې: داسې معلومېږي چې د مسلمانانو لپاره منع شوي بودائی مېشته کلې چې په دغه کلو کې افراطی بودائیان د مسلمانانو شتون د بودائیانو قدرت کې کمزورتیا ګڼې او په نتیجه کې دا ځان لپاره یو ګواښ ګڼې.

په دې راپور کې د هغه بورډونو انځورونه چې ورته د مسلمانانو تللو باندې بندیز لږېدلې او مسلمانانو ته خبردارې ورکړې شوې ده او حق نه لري چې دلته یوه شپه هم هلته پاتې شي یا کور په کرایه او یا واخیستلې شي او یا د برما کورنۍ ښځو سره واده وکړي.

له دې سره د میانمار په ځنې سیمو کې بورډونه لږېدلي او د برما کسانو ته ګواښ ورکړي شوي چې شېر له د خوراک ورکولو او مسلمانانو ته ځای ورکولو حق نه لري ځکه چې که شېر له خوراک ورکړي تاسو به وخورئ او که مسلمان له ځای ورکړي نو تاسو به له کوره بهر کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3640502


captcha