IQNA

د تعلیمي ورکشاپ په بڼه ترسره شو

په مانیل کې د شیعه مبلغانو ستره غونډه + انځور

6:40 - September 25, 2017
د خبر لمبر: 3480699
نړیواله ډله: په مانیل کې د ایران کلتوری سازمان په ځای کې د فلیپین او ایران شیعه مبلغان د تعلیمي ورکشاپ په بڼه سره راغونډ شو.
په مانیل کې د شیعه مبلغانو ستره غونډه + انځور

په فلیپین کې د ایران کلتوری سازمان مشر یو خبر کې قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) ته وویل: دا غونډه د اهل بیت علیهم السلام نړيواله غونډې او په مانیل کې د ایران کلتوری سازمان او په مانیل کې د جامعة المصطفی العالمیه برخې په همت سره د ایران کلتوری سازمان په ځای کې پیل شوه.

دا پروګرام د یو تعلیمي ورکشاپ په بڼه پيل شو. د اهلبیت علیهم السلام نړیواله غونډې مشر حجت الاسلام و المسلمین نواب، د دغه غونډې آسیا ستر مشر ملک محمدی، د تهران پوهنتون استاد رضوان طلب او مانیل کې د ایران سفیر محمد تنهایی ګډون کوونکو لپاره په دوه ورځو کې مطالب وړاندې کړي.

په دې دوره کې د فلیپین مختلفو سیمو نه ۲۷ کسانو ګډون وکړو او د نورو دینونو او مسلمانانو ترمنځه تفرقه نه لري ټولنه، په کورنۍ کې د یو مبلغ چلند، څرنګه تبلیغ کول او وحدت حفظ کولو باندې هغوي ته مطالب وړاندې شو.

http://iqna.ir/fa/news/3645055


captcha