قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د زیارت د دارالقرآن خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا قرآنی محفل د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت د دارالقرآن له اړخه د عاشورا په شپه د امام حسین علیه السلام خیمه ګاه په کربلا کې پيل شو.
د قرآن کریم قرائت محفل چې د امام حسین علیه السلام او د هغه د اصحابو له اړخه په کال ۶۱ قمري هجري کې د عاشورا په شپه قرآنی اقدام باندې عمل کولو لپاره پیل شو، یو شمېر زیات قرآن جذب کوونکو او د امام حسین علیه السلام ماتم کوونکو، د علمیه حوزه فضلا، دینی شخصیتونو او د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت وتلې قاریانو، د کربلا قراء او د عراق د نورو سیمو قاریانو په دې مراسمو کې شتون لرلو.
دا قرآنی محفل د غم او معنویاتو نه په ډک ځای کې د عراق مهم قاری حاج مصطفی صراف قرائت سره شورو شو او په ادامه کې شیعه مهم روحانی شیخ مصطفی مصری عاملی تقریر وکړو.
د دې مراسمو په ادامه کې چې د ماښام او ماخستن لمانځه نه ورستو شورو شوې وو د عراقی نوم وتلې قاري مصطفی غالبي د قران کریم تلاوت وکړو او د دې مراسمو په اخیره کې د امام حسین علیه السلام د زیارت موذن او قاری عادل کربلایی د عاشورا زیارت ولوستل.
خیمه ګاه(عربی کې: مخیم) د شیعیانو په کربلا معلی کې مهم زیارت دي چې د امام حسین علیه السلام او د هغوي د اصحابو د خیمه لږولو ځای باندې جوړ شوې چې لومړي ځل پرې په لسم هجري پېړۍ کې جوړ شوي وو.
http://iqna.ir/fa/news/3648203