نړیواله ډله: سلمان رشدی چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله سپکاوې او د شیطاني آیتونه کتاب سره یی د نړۍ مسلمانانو غوسه را پورته کړې وه او له کلونو رسې په انګلیس کې پټ ژوند کوې دا ځل قرآن کریم خپل هدف ګرځولي دي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د دیلی میل ورځپاڼې نه په نقل، سلمان رشدی د شیطانی آیتونو کتاب لیکلو نه ۳۰ کاله ورستو یو ځلې بیا خپل سپک ذهن په اظهار کې د قران کریم تلاوت ستړې کوونکې کار وبللو.
هغه د یو پوښتنې په ځواب کې چې آیا قرآن کریم سمون ته اړتیا لرې چې اسلام یو انساني دین کې بدل شي؟ وویل: د قرآن کریم سمون یو چټې کار دې.
رشدی ملعون زیاته کړه: قرآن داسې کتاب نه دې چې له لوستلو سره ترې لذت واخلې، ځکه چې اکثره برخه یی باوري نه ده.
هغه ادامه کې وویل: د عهد عتیق، عهد جدید او قرآن کریم ترمنځه فرق هم دا دې چې قرآن کریم ډېر لږ روایت لري، او یو څلورم کتاب یی د افسانو نه جوړ شوې.
رشدی وویل: د دې کتاب یو په درې برخه کافرانو ته ګواښ ورکولو په اړه او دا چې په دوزخ کې به څرنګه سوځې په دې اړه ده او یو په درېمه یی د اخلاقو په اړه خبرې کړي چې باید ستا اخلاق څرنګه وې، زه به هیڅکله هغه سم نه کړم ځکه چې بیا به زه مجبور یم چې د هغې تلاوت وکړم او حاضر نه یم چې دا کار وکړم.
دې سپک سړې چې په اصل هندي او د انګلیس تابعیت لرونکې دې خپلې خبرې په انګلستان کې د دې اونۍ په شورو ورځو کې پيل شوي په ادبی جشنوزمه چلتنام کې مطرح کړې دې.
هغه همدارنګه ادعا وکړه: نړۍ بې له دین، یو بهتر ځای به وې، ځکه چې دین یو سپک او پوچ امر دي چې خلک مرګ له ورکوي.
سلمان رشدی په کال ۱۳۲۶ کې د هند هیواد په بمبئ ښار کې په یوې مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلې وو د هغه پلار یو هندي سوداګر وو هغه د انګلیس په کمبریج پوهنتون کې تحصیل کړی او اوس د انګلیس تابعیت لري، د هغه کتابونه د مختلفو هیوادونو خلکو اعتراض سره مخامخ دي.
http://iqna.ir/fa/news/3650713