IQNA

د کربلا د پولیسو مشر اعلان وکړو:

د اربعین زائرانو ته خدمات ورکولو لپاره اووه زره موکب (خېمې) لږې

14:17 - October 29, 2017
د خبر لمبر: 3480758
نړیواله ډله: د کربلا د پولیسو مشر العان کړي: تراوسه اوه زره موکب (خېمې) د اربعین زیارت کوونکو ته خدمات ورکولو لپاره ثبت شوي دي.
د اربعین زائرانو ته خدمات ورکولو لپاره اووه زره موکب (خېمې) لږې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Iraqakhbar.com خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د کربلا پولیس مشر دې کال د اربعین په ورځو کې د خدمات ورکولو خېمو شمېر په اړه یوه بیانیه کې اعلان کړي: د کربلا ولایت د پولیس په اداره کې د حسینی موکب اداره کولو برخه، تراوسه له ۷ زرو نه زیات خېمې ثبت شوي.

په دې بیانیه کې راغلې چې د کربلا ولایت د پولیس په اداره کې د حسینی موکب اداره کولو برخې ډګروال قاسم مسرهد، او د کربلا د پولس مشر دستور احمد علی زوینی وایئ چې د کربلا د پولیس په دفتر کې تر ۷ زره خېمو اطلاعات ثبت شوي.

د کربلا پولیس په دې بیانیه کې تاکید کړي: دا خدمات ورکوونکې خېمې د کربلا د ولایت والي، پولیسو او امنیتي ځواکونو له اړخه ښودلې شوي لارښوونې او د قوانین خیال ساتلو باندې مکلف دي چې د اربعین مراسم تر پایی پورې ادامه لري.

د کربلا ولایت د امام حسین علیه السلام اربعین (څلوېښتی) په ورځ د ملیونو زائرانو لپاره مراسم پیل کوي.

http://iqna.ir/fa/news/3656556


captcha