IQNA

د توکیو په جشنوزمه کې د روهینګیا کډوالو فلم / د مالیزیا د ډائریکټر تفصیل

17:23 - November 01, 2017
د خبر لمبر: 3480761
نړیواله ډله: د مالیزیا ډائریکټر ادموندیو، یو نوې فلم د آخرت عنوان سره جوړ کړې چې د روهینګیا کډوال مسلمانانو خواشینې حالات ښودلې دي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د میانمار کډوال د ښه ژوند په هیله مالیزیا ته تېښته کوي خو ولی د هغوي خواشېني حالت هیڅ کله پایی ته نه رسېږي، دا یو پیچلی انځور دی چې أکیرات (روهینګیایی ژبه) نوې فلم چې معنایی آخرت ده کې ښودلې شوي.

ادموندیو، د توکیو د فلم نړیواله جشنوزمه کې د دې فلم خپرېدو نه مخکې وویل: د دې فلم جوړولو موخه، د میانمار د دې خواشینې حالاتو حقیقت ته رسېدل دي.

هغه زیاته کړه: په کال ۲۰۱۵ کې د روهینګیا مسلمانانو ډله ایز قبرونو کشف چې د مالیزیا او تایلېنډ په پوله د انسان قاچاق وړونکو له وجهې قرباني شوي لیدلو نه ورستو زمونږ توجه د روهینګیا کډوالو مصیبت او بد بختۍ طرف ته وګرځوله.

د دې فلم موضوع یوه روهینګیایی ښځه ده چې پیسې ورکوې او سخت حالاتو سره مخامخ کېږي چې تایوان ته وتښتې او دوه کسان ترې ټول مال او سامان چې له پولې نه اوښتو لپاره یی اخیستلې وي غلا کړي او دا وجه جوړېږي چې د انسانی قاچاق لاسو ته ور رسي.

هغه د دې سببه چې د انساني قاچاقو له لاسه د قتل او ظلم عملیاتو شاهده وې، رواني ناروغه کېږي.

دا فلم چې د مالیزیا اداکاره دافتی لو په کې د دغه روهنیګیا ښځې کردار ادا کړي، دا فلم به د ټوکیو نړیواله فلم جشنوزمه سره، د سینګاپور نړیواله جشنوزمه او د هند جنوب کې نمایش لپاره وړاندې کېږي.

د ټوکیو فلم نړیواله جشنوزمه له دریم آبان نه شورو شوي او تر ۱۲ آبان ادامه لري.

http://iqna.ir/fa/news/3658657


captcha