IQNA

د خپلو جنایتونو په وړاندې سعودي عرب په نړیوالو ټولنو کښې پیسې لګوي

18:17 - November 19, 2017
د خبر لمبر: 3480793
سیاسي ډله: د ایران اسلامي جمهوریت د یمن د کړکیچ موضوع په سیمه ایزه او نړیواله سویه تعقیب کړې او عامه افکار یې دې کړکیچ ته متوجه کړي دي.
د خپلو جنایتونو په وړاندې سعودي عرب په نړیوالو ټولنو کښې پیسې لګوي
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مرستیال مشر په یمن کښې انساني کړکیچ او د دغه هیواد د ۱۷ میلیونه خلکو خوراکي محاصرې ته په اشارې سره وویل: په خواشینۍ سره سعودي عربستان په نړیوالو ټولنو کښې پیسې لګوي او له ځان سره یې ملګرې کوي.
کمال دهقاني فیروزآبادي مهر خبري آژانس ته په یوه مرکه کښې زیاته کړه: د یمن موضوع د سعودي عربستان د محاسباتي تیروتنې یوه څرګنده نمونه ده چې په دغه اسلامي هیواد یې برید کړی او د دې کار لپاره یې ځیني هیوادونه د ائتلاف ترعنوان لاندې له ځان سره ملګري کړي دي خو په یمن باندې یې د حملو له پیلیدو څه موده وروسته ځیني هیوادونه په خپلې غلطۍ پوه شول او له دغه ائتلافه ووتل.
هغه څرګنده کړه: کابو اولس میلیونه بیګناه یمنیان په ډیرو بدو حالاتو، لوږې او قحطۍ کښې کلابند کړی شوي دي او د عربستان حکومت په یمن کښې د دې جنګي جنایت ذمه وار دی.
د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن نایب مشر د یمن د کړکیچ یوازنۍ حل لاره د سعودیانو د حملو بندیدل او د یمني ډلو ترمینځ سیاسي خبرې اترې وبللې او ویې ویل: د یمن د کړکیچ په وړاندې د بشري حقوقو د ټولنو او ملګرو ملتو چپتیا او نرمښت له عربستانه د امریکې د ملاتړونو په وجه دی.
هغه وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د یمن د کړکیچ موضوع په سیمه ایزه او نړیواله سویه تعقیب کړې او عامه افکار یې دې کړکیچ ته متوجه کړي دي.
parstoday.com
captcha