IQNA

«د مذهبي اختلاف دسيسه» د نظريې خاتمه

23:28 - November 23, 2017
د خبر لمبر: 3480809
نړیواله ډله: نوے باب چې د داعش په ختمېدو سره شروع شوے دے څو مهم خصوصيتونه لري چې ورته اشاره کولې شوو.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اهلبېتو (ع) د مينه والو غونډه له ټولو اسلامي مذهبونو څخه د نړۍ له پينځو سوو نه د زيات ديني عالمانو او دانشورانو په ګډون سره په تهران کښې وشوه. بې له شکه په تهران کښې دا ډول غونډې د اسلامي ملګرتيا او د اسلامي مقاومت د خبرو اترو په محتوا سره او په خاصو سيمه ايزو حالاتو کښې جوړې شوې دي.
خو دا ځل حالات له مخکې نه ډېر بل شان دي. د سيمې له سياسي او ميداني واقعاتو سره د دغې غونډې يو وخت والي نه يوازې د دغې غونډې خبري اهميت زيات کړے دے بلکه د دغې غونډې د اهدافو د زياتوالي او تکميل رامنځته کېدو هم سبب شوے دے.
په بله معنا د تېرو ورځو د بدلونونو مهم عنوانونو د دغې غونډې اهميت او اعتبار زيات کړ.په غونډه کښې د ګډون کونکو مېلمنو ترکيب د اسلامي امت او ملتونو ترمېنځ د ملګرتياو د يو نوي باب د شروع کېدو اميد ورکونکے دے. هغه تجربه چې بې له شکه په کاميابۍ کښې يې زياتې موضوعات موجود دي او دا اميد لرلې شوو چې په نزدې راتلونکي وخت کښې مذهبي اختلافات به يوازې د پوهانو او تئوريو ترمېنځ خلاصه کيږي.
د داعش له ختمېدو څخه ترټولو غوره مطلب اخېستنه د مذهبي اختلافاتود دسيسې د نظريې خاتمه ده چې پکار دي د اوسنيو حالاتو په صحيح درک او په تېرو تاريخي تجربو کښې په غور سره اميدوار راتلونکي لوری ته لاړ شي چې نور حتی له قومي او مذهبي اوزارونو سره د بحران د جوړولو تصور هم ختم شي. که څه هم په قومي او مذهبي اختلافاتو باندې پانګونه د هغوي کم لګښت لرونکې او تر ټولو غوره انتخاب ؤ او دے.
نوے باب چې د داعش په ختمېدو سره شروع شوے دے څو مهم خصوصيتونه لري چې ورته اشاره کولې شوو.
په تکفيري تفکر باندې د پانګونې ماتې
د اشتراکاتو د بيانولو او ورباندې د تمرکز په بنياد د اسلامي امت بيا جوړونې لپاره نوے فرصت
د اسلامي مقاومت د خبرو اترو د تکامل لپاره فرصت
له هغو فکري او اعتقاي سرچينو سره د مقابلې ضرورت چې د تکفيري او داعشي تفکر په رامنځته کېدو تماميږي.
http://iuvmpress.com

captcha