IQNA

22:04 - November 28, 2017
د خبر لمبر: 3480830
نړیواله ډله: د افغانستان قرآن کریم قرائت او حفظ سراسر مقابلو ۱۹ دوره له ۱۱ نه تر ۱۵ آذر میاشته کې د دغه هیواد په هرات ښار کې پیل کېږي.
په افغانستان کې د قرآن کریم مقابلو سره د یووالی اونۍ لمانځل

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د herat.icro خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا مقابلې د قرآن کریم ژمنې عنوان سره د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله زوکړې میلاد او د یووالي اونۍ لمانځل سره پیل کېږي.

د افغانستان مشهور حافظان او قاریان به په دې مقابلو کې ګډون کوي او نړیواله استادان به د دې داورې او د ګډون کوونکو باندې څارنه کوي.

قرآن کریم سره ژمنه مقابلو کې د ګډون لپاره نوم لیکل د آذر میاشتې لومړي تاریخ نه شورو کېږي او تر نهمه به ادامه لري.

د دې مقابلو پیل کېدو ځای د هرات په ښار کې مدرسه علمیه صادقیه، دارالقرآن عالی صادقیه او د زرګر بازار اعلان شوي.

د دې کال د یووالی اونۍ له لسم آذر میاشتې، د اهل سنت له روایت له مخې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د زوکړې ورځ سره شورو کېږي او تر پنځلسم آذر چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د وکړې ورځ د شیعه روایت سره سمون خورې، به ادامه لري.

http://iqna.ir/fa/news/3667075


د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: