
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان نه، دا لاریون د ۲۶ آذر په مازدیګر پیل شو او د پاکستان جماعت اسلامی ګوند مشر مولوی سراج الحق، په کښې شتون لرلو.
هغه دا ملیونی لاریون د مسلمان ملت د بیدارې نښه وګرځوله او اعلان یی وکړو چې تر کومي ټرامپ خپله خبره بېرته نه وې اخیستلې دا نیوکې به ادامه لري.
هغه زیاته کړه: د ټرامپ له اړخه د اسرائیل د مرکز په توګه قدس ټاکلو اقدام هیڅ کله منونکې نه دي او مونږ د سعودي ایتلاف نه چې په اسلامی نوم جوړ شوي دا غوښتنه کوو چې د کشمیر او قدس ازادی خپلې لومړۍ چارې وټاکې.
سراج الحق همدارنګه وویل: د کراچۍ د خلکو دا ملیونی لاریون ښودنه کوې چې مسلمان ملت بیداره دي او اسلامی حاکمان باید بیدار شي.
د پاکستان جماعت اسلامی ګوند مشر تاکید وکړو: اسرائیل سره مقابله د د بیت المقدس او فلسطین مسئله حل کولو پورې باید ادامه ولرې او مونږ له اسلامی هیوادونه غوښتنه کوو چې خپل سفراء له امریکې را وغواړي.
هغه زیاته کړه: مسلمانان د قدس او فلسطین په مسئله کښې د فلسطین ملت سره ولاړ دي او د قدس نه حمایت او اسرائیل سره مقابلې لپاره د ژوند تر اخیرې وخته چمتو یو او دا زمونږ افتخار دي.
مولوی سراج الحق په اخیره کښې هیله څرګنده کړه چې ۲۰۱۸کال د قدس د ازادی کال وي.
http://iqna.ir/fa/news/3673693