IQNA

قدس د فلسطین همیشنۍ پلازمینه ده

22:16 - December 27, 2017
د خبر لمبر: 3480909
نړیواله ډله: د لبنان په پارلیمان کې د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ دفریکشن مشر ټینګار کړی ، له ټولو فلسطینینو مبارزو ډلو سره په غږملتیا اوتفاهم سره باید له بحره تر نهر پورې دفلسطین د آزادولو لپاره هڅه وکړو .

قرآنی خبرخپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د parstoday خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د لبنان العهد انټرنیټی سایټ راپورورکړ دلبنان په پارلیمان کې د اسلامی مقاومت فریکشن مشر شیخ محمد رعد وئیلی ، تر څو چې د قدس په ضد ددسیسه ګرو دسیسې کیږی ، مقاومت هم دوام لری او قدس هم د فلسطین تل ترتله اوهمیشنۍ پلازمینه ده .
شیخ رعد چې دلبنان په نبطیه ښار کې ئې د فلسطین د ابدی پلازمینې قدس سمپوزیّم په پرانیستونکو دستورو کې وینا کوله زیاته کړې ، مونږ پر صهونیسټانو بریالی شوو او خپلو بریالیتوبونو ته به دوام ورکړو او تاریخ به هم دا خبره ولیکی ، ځکه د ناکامیو پړاؤ تیر شوی دی او او دبریاؤ اوبریالیتوبونو پړاؤ رارسیدلی دی .
د لبنان په پارلیمان کې د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ دفریکشن مشر ټینګار کړی ، له ټولو فلسطینینو مبارزو ډلو سره په غږملتیا اوتفاهم سره باید له بحره تر نهر پورې دفلسطین د آزادولو لپاره هڅه وکړو .
همداراز د فلسطین د فتح غورځنګ یو مسئول مقام عزام الاحمد وئیلی دی و دفلسطین آزادۍ جبهه به پخپلې راتلونکی غونډې کې د سازباز دبهیر په باب دبشپړ بیا کتنې په باب فیصله وکړی . هغه وئیلی دی ، اوس وخت رارسیدلی ،څو دنړیوالو پریکړه لیکونو لپاره شجاعانه ګامونه پورته شی .

http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i62061

captcha