IQNA

امریکا له سورئې په زرګونو داعشیان اروپا ته منتقل کړي دي

15:33 - December 29, 2017
د خبر لمبر: 3480914
نړیواله ډله: امریکا په تیرو کابو اوو کلونو کې په ښو او بدو دترهه ګرو په ویشلو او له هغو ترهه ګرو په ملاتړ سره چې واشنګټن د خپلو ګټو او ټاکنو په اساس ښه ګڼی ، په سورئې کې ئې دبحران او تاؤتریخوالو په پراختیا کې رول لوبولی دی .
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل، دامریکا بیزنیس اینسایډر   ورځپاڼې پخپل یوه وروستی راپور کې لیکلی دی  په عراق او سورئې کې   د داعشیانو له بشبړماتو وروسته   د سورئې دمخالفانو  او امریکائی  چارواکو ترمینځ  دیوې موافقې په اساس  په زرګونو  د اعشی ترهه ګر دترکیې  له لارې   اروپا ته لیږدول شوی دی .
دغې امریکائی ورځپاڼې  په دې خبرې کولو سره چې  ترهه ګر  د  بډو رشوتونو او پیسو   د ورکولوپه بدل کې  اروپا ته قاچاق شوی دی ، لیکلی دی ،  داعشی ترهه ګرو  د سورئې  دالرقه ښار له آزادۍ  مخکې   دبډو رشوتو په ورکولو سره  اروپا ته دتښتې  لارې هوارې کړی وې .
امریکا  په تیرو کابو اوو کلونو  کې  په ښو او بدو دترهه ګرو په ویشلو او  له هغو ترهه ګرو  په ملاتړ سره  چې  واشنګټن  د خپلو ګټو او ټاکنو په اساس  ښه ګڼی ،  په سورئې کې ئې  دبحران او تاؤتریخوالو په پراختیا کې  رول لوبولی دی .
داعشی تکفیری ترهه ګره ډله   په همداوروستیو څو کلونو کې   دامریکا او  لویدیځی متحدانو او دغه راز دسعودی عربستان پشمول  دځینو عربو هیوادونو  په پوځی اومالی ملاتړونو سره   دسیمې په هیوادونو په تیره بیا په عراق او سورئې کې  ډیر زیات   د اسې جنایتونه کړی چې  انسانیّت ترې شرمیږی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i62059
captcha