قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د cnn خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا جومات چې د ۹۷ کال په خرداد میاشته کښې د رمضان المبارک په میاشته کښې پیل شوې وو، څه دارنګه جوړ شوې چې ټول ننداره کوونکې بې له خپل مذهب په پام کې راوستلو نه په دغه جومات کښې د خپلوۍ احساس وکړي.
تېر سپټمبر د دې جومات دروازې چې تراوسه کار لرې د سیډنې معماري جشنوزمه کې د خلکو لپاره خلاصې شوې وې، مېلمنو به له جومات کتنه او ننداره کوله او مسلمانانو به ورته د خپل دین په اړه معلومات وړاندې کول.
دا جومات چې د خلکو د پام وړ ګرځېدلي په ۹ ملیونه ډالرو جوړ شوي، په سیډنی کښې د پانچ باول سیمې اسلامی ډلې مشر زکریا متیوز وایئ: د دې جومات جوړوونکو د جومات په جوړولو کښې له زیاتو ستونزو سره مخامخ شو چې له ټولو نه سخت د جومات جوړولو اجازت نامه اخیستل وو.
هغه زیاته کړه: سره د دې چې په اخیرنۍ کلونو کښې د جومات جوړولو اجازت په اسټرالیا کښې اخیستل سخت کار وو خو ولی له ښه مرغه د دې جومات جوړولو اجازت ملو شو او د دغه ښار شورا تصویب کړو.
په اسټرالیا کښې له ۳۴۰ نه زیات جوماتونه شتون لري چې نیم د نیوساوت ولز په مرکزي ولایت کښې او په سیډنی کښې واقع دي، د پانچ باول سیمه چې دا جومات په کښې جوړ دي د سیډنی مغربی جنوب سیمه ده.
http://iqna.ir/fa/news/3678350