IQNA

اروپایی اتحادیې بیا داټومی موافقې ملاتړ وکړ

10:00 - January 17, 2018
د خبر لمبر: 3480978
نړیواله ډله: د اروپا بانکونه چمتو دی چې له ایران سره ملګرتیا وکړي .

اروپایی اتحادیې بیا داټومی موافقې ملاتړ وکړقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې د پراختیا کمشنر یوهانس هان(Johannes Hahn) پرون دایران په موضوع سره داروپا دپارلمان په غونډې کښې ټینګار وکړ اروپا د اټومی موافې د ساتلو غوښتونکی ده .
هغه وویل اروپا د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې د اټومی موافقې د ټولو برخو په کامل او اغیزشیندونکی ډول د اجرا دوام ته ژمنه ده .
د اروپایی اتحادیې د پراختیا کمشنر یوهانس هان په دې خبرې سره چې د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس تراوسه په نهو(۹) راپورونو کښې اټومی موافقې ته دایران د اسلامی جمهوریت پاې بندی تائید کړی ده د اټومی موافقې په نورو لورو غږ وکړ دغه نړیوال تړون ته پاې بند ووسی .
یوهانس هان ډاګینه کړه د اروپا بانکونه چمتو دی چې له ایران سره ملګرتیا وکړی .
هغه جوته کړه اروپا له ایران سره د اقتصادی او تجارتی تعامل هڅه کوی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i63573

captcha