نړیواله ډله: د هند ماشومانو او ښځو چارو وزیر مانکا ګاندی، وړاندیز وړاندې کړی چې په ښوونځیو کښې د مختلفو دینونو مقدس کتابونو سره د اسلام مقدس کتاب په ښوونځو تدریس شي چې د دینونو په اړه غلط تصورات له ماشوم والی نه د ماشوم په ذهن کښې پیدا نشي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هندوستان ټایمز نه په نقل، ګاندی وویل: د ښوونځو ماشومان باید د نړۍ شپږو لویو دینونو مقدس کتابونو لکه قرآن کریم او انجیل سره اشنا شي چې دې سره د هغوي لپاره د مختلفو دینونو په اړه غلط تصور نه ساتلو زمینه چمتو شي.