قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The News ورځپاڼې نه په نقل، دا جومات چې د چین د «شاآن شي» ولایت په کلتوری او تاریخي ښار کښې آباد دي، اووه سوه کاله مخکښې د مینګ سلسلې په وخت کښې جوړ شوي وو او د هغې نه ورستو د چینګ په سلسله کښې تر پایی رسېدلې وو او همدارنګه دا اوس د اسلامی خطاطی ښکلا او ښایست ننداره ده.
د دې جومات دېوالونه د جوړښت نه په کلونو ورستو د جینګ په سلسله کښې له نستلیق خط سره خطاطی شوې دې.
هغه څه چې د دې جومات ښکلا ته جلا ورکوي، د هغه تختو ښکلا ده چې د پر هغې د قرآن کریم آیتونه خطاطی شوي او له ټولې نړۍ زیات مومنان د نندارې لپاره ځان ته جذب کوي.
په کال ۱۹۹۵ کښې، دغه جومات چې د یو کلتوری او تاریخي ځای په عنوان معرفي وو نو د شاآنشي حکومت حمایت ورته حاصل شوی وو او په ۱۹۸۸ کښې د چین د مرکزي حکومت حمایت هم دغه مهم کلتوری او تاریخي ځای ته حاصل شوي دي.
له دغه جومات همدارنګه د چینی مسلمانانو له اړخه د لمونځ کولو لپاره او نور عبادتی مراسمو لپاره استفاده کېږي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3687080