IQNA

د قاهره په کتاب ننداره کښې «په قرآن کښې عشق»

8:15 - February 04, 2018
د خبر لمبر: 3481017
نړیواله ډله: د قاهره کتاب په نړیواله نندارتون کښې د الازهر په ځانګړې غرفه کښې د مسلمانانو عالمانو شورا غړې غازی بن محمد بن طلال هاشمي لیکلې کتاب «په قرآن کښې عشق» وړاندې شوي دي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د «په قرآن کښې عشق» کتاب د الازهر په غرفه کښې د مسلمانانو عالمانو شورا تالیفاتو په ځانګړې برخه کښې وړاندې شوې دې.
د دې کتاب لیکوال دا کتاب په پنځه فصله کښې د الهي عشق، د رسول الله صلی الله علیه و آله سره عشق، انسان سره عشق، د عشق او محبوب بحثونه عناوینو سره د پیدایښت اصل هدف عشق معرفي کولو سره لیکلې: الله تعالی، نړۍ له عشق او د عشق په لپاره پیدا کړي او انسان د الله عشق ته بېرته ګرځي.
«د روهینګیا مسلمانان، د سکوت او ماتې ترمنځه» کتاب یو بل اثر دې چې د الازهر الاسلامي تحقیقات غونډه په همت سره د قاهره کتاب نړیواله نندارتون د الازهر اسلامی مرکز په ځانګړې غرفه کښې وړاندې شوې دي.
دا کتاب د الازهر اسلامی تحقیقات غونډې مشر محی الدین عفیفی قلم سره لیکلې شوي او دا کتاب د میانمار د حکومت اقتصادي، ټولنیزه او سیاسي واقعیت، د بودایی افراطی تحریکونو پیدایښت او د روهینګیا د مسلمانانو مصیبت او بحران په اړه لیکلې شوي دي.
همدارنګه «په اسلام کښې ازادې» کتاب د الازهر مخکښې شیخ، شیخ محمد خضر حسین له اړه لیکلې شوې یو بل اثر دې چې د الازهر په ځانګړې غرفه کښې وړاندې شوي دي چې په اسلام کښې ازادي باندې لیکلې شوي دي.
د قاهره کتاب نړیواله ۴۹ نندارتون د بهمن میاشتې له اووم نه د ۲۷ هیوادونو ګډون سره شورو شوي او د بهمن میاشتې تر ۲۱ پورې ادامه لري.
http://iqna.ir/fa/news/3687592
captcha