قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ایرنا د رپورټ له مخې د اسلامي ایران سفیر مهدي هنردوست په اسلام آباد کښې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره په کتنه کښې د ایران او پاکستان اړیکې په سیمه کښې د پایدارې صلحې د ټینګښت د موثرې سټراټیجۍ په توګه وبللې.
هغه همداشان د بانکي برخو په شمول مختلفو څانګو کښې د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ و د دوه اړخیز تجارت د پراختیا د خنډونو د لرې کیدو غوښتنه یې وکړه.
په دغه کتنه کښې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه هم اسلامي ایران د خپل هیواد د ګاونډي او مسلمان ورور په توګه یاد کړ او ویې ویل: اسلام آباد تل د اړیکو د پراختیا لپاره ایران ته د دوستۍ لاس غزولی دی او په ټولو برخو کښې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړه چې پاکستان تل د سیمې په صلحې او ثبات کښې مثبت رول لوبولی او په سیمه ایزو او نړیوالو مسائیلو کښې د ایران په رغنده رول خبر دی.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i65307