IQNA

د اسفند میاشتې په ۱۹ باندې پیل کېږي؛
0:02 - February 28, 2018
د خبر لمبر: 3481075
نړیواله ډله: د اسفند میاشتې په ۱۹ باندې د کورنۍ په روغتیا کښې د اسلام تفکر رول کانفرانس په تایلېنډ کښې د ایرانی کلتوری سازمان له اړخه پیل کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د حضرت فاطمه الزهراء سلام الله علیها د زوکړې په مناسبت سره په ۱۹ اسفند د ۲۰۰ مسلمانو او غیر مسلمانانو ښځو په شتون سره د تایلېنډ د بنکاک ښار په میراث هوټل کښې «د کورنۍ په روغتیا کښې د اسلامی تفکر رول» کانفرانس پیل کېږي.

هم په دې مناسبت د ۹ د شیعه او سني ښځو یوه فعاله ډله چې په ښځو او کورنۍ کښې فعالیت لري د دې کانفرانس پروګرام تنظیم کولو لپاره په تایلېنډ کښې د ایران کلتوري سازمان په دفتر کښې جوړه شوه.
او هم له دې لپاره د اجرا کولو کمېټه او د کانفرانس علمی کمېټه هم جوړه شوه چې دا دواړه کمېټۍ به د مقالو جمع کولو او د اصلي تقریر کوونکو نه په ځانګړي توګه دعوت کولو او هم دارنګه د کانفرانس پیل کولو کارونه ترسره کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3694195
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: