IQNA

د رمضان په میاشته کښې د قرآن د نړیواله ساعت اعلان

23:17 - March 03, 2018
د خبر لمبر: 3481086
نړیواله ډله: په مالیزیا کښې اسلامی نړیواله پوهنتون را روان کال د رمضان په میاشته کښې د قرآن کریم د نړیواله ساعت کمپاین پيل کولو اعلان کړي.
د رمضان په میاشته کښې د قرآن د نړیواله ساعت اعلاند ایکنا راپور له مخې، د thestar خبرونو ویبپاڼې نه نقل، د دې کال د رمضان میاشتې په ۲۲ (۱۷ خرداد ۹۷) باندې د قرآن کریم د نړیواله ساعت کمپاین د مالیزیا اسلامی نړیواله پوهنتون سلطان حاج احمد شاه په جومات کښې به شورو کېږي.
د مالیزیا د اخلاص سازمان مشر حسام الدین یعقوب وویل: دا کمپاین د ټولنیزه چینلو له اړخه د زیاتې توجه وړ ګرځېدلې څه دارنګه چې تېر کال ۳۵۷ کسانو په ټولنیزه چینل کښې د دې کمپاین پاڼې نه کتنه کړي چې د ۲۰۱۶ کال د ۸۷ ملیون کسانو په نسبت سره دا ډېر ښه پرمختګ وو.
هغه زیاته کړه: دې کال د ۱۰ رسنۍ سازمانونو مشارکت سره هیله لرو چې دا کمپاین به په مالیزیا کښې د قرآن کریم تر ټولو لویې پېښه کښې بدل شي.
دې کال هیله لرو چې په ټولنیزه پاڼه کښې د دې کمپاین پاڼه نه له ۱۰۰ هیوادونو نه ۴۰۰ ملیون کسان کتنه وکړي. د قرآن کریم د نړیواله ساعت کمپاین له کال ۲۰۱۶ نه د قرآن کریم خپرولو په هدف او د اسلامی وحدت ملاتړ لپاره په مالیزیا کښې شورو شوي وو.
http://iqna.ir/fa/news/3695466
captcha