IQNA

داعش ډلې د هرات د ننۍ حملې پړه ومنله

6:54 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481129
نړیواله ډله:د افغانستان چارواکو د څرګندونو له مخې؛ نن د ماسپښین د لمانځه پر مهال د نبي اکرم ص په لوی جومات کې چاودنه رامنځته شوې ده.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، داعش ترهګرې ډلې د افغانستان د لویدیځ په هرات ښار کښې په نبي اکرم(ص) نومي جومات باندې د ځانمرګي برید مسئولیت په غاړه واخیسته.
د افغانستان چارواکو د څرګندونو له مخې؛ نن د ماسپښین د لمانځه پر مهال د نبي اکرم ص په لوی جومات کې چاودنه رامنځته شوې ده.
د هرات ولایت د پولیسو ویاند« عبدالاحد ولي زاده » ویلي چې بریدګر دوه کسان وو خو یو کس یې د خپلو چاودونکو توکو له چاودلو مخکښې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو ووژل شو. هغه زیاته کړې چې دویم ترهګر ځانته چاودنه ورکړه چې له امله یې یو تن مړ او اوه نور زخمي شوي دي.
خو د افغانستان د عامې روغتیا ریاست وایي، چې په دې چادودنه کې درې کسان وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي. د پیښې د ټپیانو د ژغورنې هڅې روانې دي.
د پیښې عیني شاهدانوهم ویلي چې دغه چاودنه پر لیلامیانو سړک، په نبي اکرم ص نومي لوی جومات کې رامنځته شوې ده.
داعش ترهګرې ډلې په دې وروستیو کښې په افغانستان کښې خپلې ترهګرې حملې زیاتې کړې دي.

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i67984

captcha