IQNA

په امارات محصلانو قرآن نړیواله مقابله کښې د ۳۹۱ کسانو مقابلې

14:11 - April 13, 2018
د خبر لمبر: 3481165
نړیواله ډله: د امارات شارجه قاسمیه پوهنتون جایزه نبوي سنت او قرآن نړیواله محصلانو مقابلې څلورمې دورې په اخیرنۍ مرحله کښې چې دې کال لومړۍ ځل په نړيواله توګه پیل کېږي له ۱۹ فروردین نه د ۳۹۱ ګډون کوونکو سره شورو شوې.
د ایکنا راپور له مخې، د lomazoma.com  خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، جایزه نبوی سنت او قرآن نړیواله محصلانو مقابلې څلورمې دورې اخیرنۍ مرحله د اماراتو ۲۶ پوهنتونونو نه د ۳۹۱ هلکانو او نجلیو ګډون کوونکو سره او همدارنګه ۱۲ بهرنۍ پوهنتونو نه ۲۱ ګډون کوونکو سره له ۱۹ فروردین نه د څلورو ورځو پورې پيل کېږي.
د شارجه قاسمیه پوهنتون مشر رشاد سالم د مقابلو دې دوره په اړه وویل: امارات قرآن کریم ته په توجه کښې بېلابېل اړخونه لکه حفظ، تلاوت او تجوید لپاره ډېر زیات اقدامات ترسره کړي دي.
هغه همدارنګه د شارجه قرآن او سنت موسسې له همکارۍ او د دې دورې داورانو کمېټې کښې ګډون باندې له هغوي مننه وکړه او اعلان یی وکړو چې د قاسمیه پوهنتون قرآن او سنت جایزه مقابلې دورې داوري به په برېښنايي توګه ترسره کېږي.
د ټول قرآن حفظ، د ۲۰ سپارو حفظ، د ۱۰ سپارو حفظ، د ۵ سپارو حفظ او د نبوی سنت په بېلابېلو برخو کښې به دا مقابلې پیل کېږي چې محصلان به په هر یو کښې مقابله کوي او جایزه یی ۳۰۰زره اماراتي درهم ده چې د وتلې کسانو ته به ډالي کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3704141
captcha