IQNA

د مسلمانانو نفوسو زیاتوالی له سبب ترسره شو؛

په هانګ کانګ کښې د جومات جوړولو لپاره هڅې

6:15 - April 16, 2018
د خبر لمبر: 3481172
نړیواله ډله: د هانګ کانګ اسلامی انجمن په دغه سیمه کښې چې د مسلمانانو شمېر په کښې په زیاتوالی دی د جومات جوړولو لپاره هڅې شورو کړي.
د ایکنا راپور له مخې، د چاینا مورنیګ پسټ نه په نقل، د دې پروژې ترسره کولو لپاره ۱.۲۷ ملیون امریکې ډالر لګښت په پام کښې نیولي. د هانګ کانګ اسلامی انجمن اعلان کړي چې د جومات جوړولو محلي مسلمانانو لپاره چې له مودو رسې دې ته د لمونځ کولو او د ټولنیزو غونډو امکانات نه دې ورکړلې شوې ضروري دي.
د جومات جوړولو پروژه د نوې سیمې شونګ شویی نه شورو کېږي چې په دغه کښې د محلي مسلمانانو شمېر ډېر پرمختګ لري خو ولی هیڅ جومات هلته شتون نه لري، ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ زره مسلمانان په هانګ کانګ کښې مېشت دی. چې ډېر له هغه د پاکستان، هند، مالیزیا او اندونیزیا هیوادونو مهاجر دی او تقریباْ ۴۰ زره چینې مسلمانان دي.
هانګ کانګ کې دې وخت پنځه جوماتونه مستقل او یو لنډ مهاله جومات شتون لرې، همدارنګه په لسګونو اسلامی مدرسې هم په سراسر هانګ کانګ کښې شتون لري.
د جومات جوړولو پروژه په شونګ شویی کښې لومړي ځل په کال ۱۹۹۰ کښې مطرح شوه، د هانګ کانګ اسلامی انجمن په کال ۲۰۰۶ کښې ۱.۲۴ ملیون ډالر ځمکه واخیستله او هڅه یی کوله چې تر کال ۲۰۱۱ پورې دا پروژه ترسره شې خو ولی تراوسه تر پایی نه ده رسېدلي.
سعودی عرب په کال ۲۰۰۹ کښې د دې پروژه مالي مرسته کولو ژمنه ورکړې وه خو ولی دوه کاله وړاندې یی اعلان وکړو چې په نړۍ کښې د تېلو قیمت غورځېدو نه ورستو  نه ورستو او د دې پروژې مالي مرسته کولو باندې قادر نه دی، نو ځکه د پروژې چارواکو د لګښت کمولو لپاره، د جومات جوړولو طرحه بدله کړه او د خلکو نه په جومات جوړولو کښې مرستې اخیستلو لپاره یوه غونډه جوړه کړه چې تراوسه یی ۳۸ زره ډالر له خلکو جمع کړي.
ټاکلې شوې ده چې په جومات جوړولو کښې د خلکو نه مرسته اخیستلو لپاره په ۲۱ اردیبهشت یو مراسم د ون چای په جومات کښې په عمومي توګه پیل شي.
http://iqna.ir/fa/news/3705606
captcha