د ایکنا راپور له مخې، په ممبئ کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د هند لومړي وزیر نارندرا مودي چې یو هندو دی، په خپلو خبرو کښې اسلامی دستوراتو ته اشارې سره وویل چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د ښودو پر اساس، د ورورولۍ او مساوات په لاره کښې حرکت هغه څه دې چې ټول ورته پر ځانګړې توګه پاملرنه کوي.
هغه په ادامه کښې وویل: د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله سفارش کړي چې ضعیف او کمزوری خلکو سره مرسته او ملګرتیا وکړو او تل شفقت او مهربانۍ د خپل کارونو سرلیک وټاکو.
http://iqna.ir/fa/news/3713896