نړیواله ډله: د اندونیزیا په تانګرانګ(Tangerang) کښې د قرآن کریم بریل نسخې د زړه روښانو لپاره چاپ او خپرېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د ترکیه آناتولی خبرونو نه په نقل، د اندونیزیا یو انجمن د «بریل قرآن خدمات وړاندې کولو نړیواله اتحادیه» غړې په توګه د دغه هیواد په تانګرانګ ښاره کښې د قرآن کریم د بریل الفبا نسخې چاپ او نشر کوي.
د دې انجمن د اعلان پر اساس، په اندونیزیا هیواد کښې د بریل نسخو نه د زړه روښانه کسانو له اړخه ډېر ښه استقبال کېږي.