دپاکستان او دافغانستان د اړیکو پراختیا ، له ترهګرۍ سره مبارزه ، د کابل او داسلام اباد داختلافاتو حل ، د جنګ دختمولو لپاره دافغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو مجبورول پاکستان ته د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار مهم هدفونه دی .
پاکستان ته د افغانستان دملی امنیت دسلاکار سفر په داسې حال کښې دی چې څه موده مخکې د اسلام اباد پارلمان فیصله وکړه دغه هیواد قبایلی سیمې له خیبر پښتونخوا صوبې سره یوځاې کړی چې افغانستان ورسره مخالفت کړی دی .
د افغانستان دولسمشرۍ ماڼۍ له خیبر پښتونخوا صوبې سره د پاکستان دقبایلی سیمو یوځاې کول یواړخیزه فیصله بللی ده او ورسره یې مخالفت کړی دی .
پاکستان او افغانستان د ډیورینډ سرحدی کرښې په اړه له یوبل سره اختلاف لری او یوبل له ترهګرۍ په ملاتړتورنوی .