IQNA

که دالحدیده بندر وتړل شی،نو په یمن کې به بوږنونکی انسانی غمیزه رامینځةشی

9:11 - June 24, 2018
د خبر لمبر: 3481262
نړیواله ډله: النشره خبری سایټ د بخښنې دنړیوالې ادارې له قوله ، دیمن بې څوکه ولس ته دانسان دوستۍ د مرستو له لیږدولو دعربستان د مخنیوی په باب دیوه راپور په خپرولو سره د آل سعود رژیم په مشرۍ د ائیتلاف په وسیله د جنګی جنایت د احتمال خبر ورکړی دی .

دیمن په سرۀسمندر کې  دبندرونو دشرکت یوه  لوړپوړی چارواکی  خبردار ی ورکړی ، که په سرۀ سمندر کې  د یمن دوهم ستر بندر الحدیده بندر  وتړل شی ، نو  په دغه هیواد کې به د انسانی غمیزه دوه برابره شی .

 الحدیده بندر  چې  د   دیمن دټرانسپورټ د قطب په توګه   دانصار ا... ولسی غورځنګ په  کنټرول کې دی  چې  نه یوازې    اروپا او د  سرۀ سمندر   د  ساحلی هیوادوونه  سره  یوځای کوی ،بلکې   د  دهغو   ا نسان دوستۍ د مرستو د اویا فی صدی برخې د ویشل  کیدا مرکز دی ، چې   یمن ته رسیږی .

  زمونږخبریال راپورراکړ  د  یمن د سرۀ سمندر  دبندرونو د شرکتونو مرستیال مدیر   یحیی عباس  د  الحدیده بندر د  عادی فعالیتونو  دوام  پر دغه بندر د حملو دبې اغیزوالی ښودنه وبلله او وې وئیل ،  اوس چې  د خواړو دنړیوال پرورګام   دکشتۍ دغنمو  جوپه   دخالی کیدا په حال کې د ه، که  د دغو شیانو د ورتلو   په فعالیتون کې  کوم خنډ رامینځّة شی ، نو  پر ا نسانی غمیزې  به یوه سریزه شی . 

  له دې سره   په یووخت  النشره خبری سایټ د  بخښنې دنړیوالې ادارې له قوله  ،   دیمن   بې څوکه ولس ته  دانسان دوستۍ د مرستو   له لیږدولو  دعربستان  د مخنیوی په باب  دیوه راپور په خپرولو سره  د آل سعود رژیم په  مشرۍ د ائیتلاف  په وسیله  د جنګی جنایت     د احتمال خبر ورکړی دی .

 د بخښنې د نړیوالې ادارې  دراپور په اساس ،  دعربستان تر امر لاندې  ځواک ،  له ملګروملتو سره   ا ړونده دانسان دوستۍ  په مرستو بار کشتۍ  بندرونو ته له رسیدا مخکې  تر څو میاشتو پورې  د پلټنې  په پلمه په سمندر کې  دروی.

http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i73832

captcha