IQNA

معظم رهبر: بد غوښتونکي به يو ځل بيا خپلو اهدافو ته په رسېدو کښې ناکام پاتې شي

19:08 - June 30, 2018
د خبر لمبر: 3481287
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي نظام او خلقو ترمېنځ د درز رامنځته کولو لپاره د دښمن دسيسې ته په اشارې سره تاکيد وکړ، که د ملي اقتدار چارې پياوړې شي او د دښمن په وړاندې سستي او تسلميدل ونه ښودل شي نو بدغوښتونکي به يو ځل بيا خپلو اهدافو ته په رسېدو کښې ناکام پاتې شي.
د ایکنا راپور له مخې، د parstoday نه په نقل، حضرت آيت الله العظمي خامنه اي نن د امام حسين (ع) نومې پوهنتون د فارغ التحصيلانو په مراسمو کښې وويل: د ايران د ملت د اقتدار لپاره ترټولو لوے دليل دا دے چې د نړۍ يو ترټولو سفاک او بې رحم قوت يعنې امريکې په تېرو څلوېښتو کلونو کښې د ايران له ملت سره د مقابلې لپاره له هيڅ کوشش او شرارته ډډه نه ده کړې خو نه يې دي کړې شوي څه زيان ورسوي او په مقابل کښې د ايران ملت لا زيات پرمختګ کړے دے.
حضرت آيت الله العظمی خامنه اي وفرمايل: د اسلامي جمهوري نظام د قوت او پرمختګ په وجه د امريکې دښمني زياته شوې ده چې البته له امريکې څخه د ايران د ملت کرکه هم ورځ په  ورځ زياته شوې ده.
دوي په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران اسلامي جمهوريت په خلقو او د هغوي په ايمان، مينې او عواطفو باندې تکيه کونکے نظام دے، له اسلامي جمهوريت سره د مقابلې لپاره د امريکې د مخکينيو ولسمشرانو د کوششونو ماتې ته په اشارې سره زياته کړه، د اوسني اقتصادي دباو مقصد پوزې ته د خلقو راوستل دي خو د خداے پاک په فضل او مرستې سره به له خلقو سره زمونږ تعلق او پيوند لا زيات شي او په خپل دښمن ماتونکي پيوستون سره به مومن، انګيزه لرونکي او اقدام کونکي ځوانان لا زيات مضبوط کړوو.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حقيقي اقتدار د ملت له دننه رامنځته شوے او د خپلواکۍ او ازادۍ په ستنو ولاړ اقتدار وبلۀ او واضحه يې کړه، اقتدار دې ته نه وائي چې پرديو ته دې پېسې ورکړي او له هغوي وسلې واخلي او ذخيره يې کړي خو حتی استعمالولې يې نه شي او يا ورته د دنيا له بل لوري کسان راشي په يو هېواد کښې اډې جوړې کړي او د ملت ويني زبيښي دې لپاره چې د يو خاندان حفاظت وکړي، دا د حماقت او ذلت نمونې دي.
حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د ايران د ملت د قوت او اقتدار يو بل دليل له اسلامي جمهوري نظام سره د مقابلې لپاره د امريکې لخوا د سيمه ايزو ائتلافونو جوړول وبلل او زياته يې کړه که امريکې کولې شول په يوازې ځان خپلو هدفونو ته ورسي نو له تورمخو او مرتجع هېوادونو سره د ائتلاف جوړولو ته به يې ضرورت نه لرۀ.
دوي همدارنګ تاکيد وکړ، هغه ورځ چې د ايران ملت په داسې مقام کښې راشي چې دښمن د فوځي، اقتصادي، امنيتي او سياسي يرغل جرات ونه لري لرې نه ده او ځوانان به هغه ورځ  زر وويني.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i74209
captcha