IQNA

د دوحه اوقاف وزارت په همت ترسره شو

په قطر کښې د «قرآن کریم ښکلا» اوړې کمپ

12:20 - July 18, 2018
د خبر لمبر: 3481330
نړیواله ډله: د قطر اوقاف وزارت دینی لارښوونې او تبلیغات ادارې د قرآن کریم ښکلا په عنوان سره د اوړې دورې پیل کولو اقدام کړي.
د ایکنا راپور له مخې، د العرب خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم ښکلا په عنوان سره د اوړې دورې د  قطر اوقاف وزارت دینی لارښوونې او تبلیغات ادارې په همکارۍ او د حکومتي مختلفو قرآنی موسسو لکه د ورزش او کلتوری وزارت ، د لوړو ښودو وزارت په مرسته د العربی په ورزشي کلب کښې پیل کېږي.
دا دورې چې له ۱۰ تیر نه شورو شوې تر درې اونۍ ادامه لري، په دې کښې قرآنی کیسي او په دغه کیسو کښې موجود ګټور مطالب او د دغه کیسو آیتونو نه څه رنګه عبرت اخیستل او د قرآن کریم لارښوونې سره سره به د روزنې احکام هم وړاندې کېږي.
د قطر اوقاف وزارت دینی لارښوونې او تبلیغات ادارې د دې دورې پیل کولو موخه په ټولنه او په تېره بیا ځوانانو کښې د قرآن کریم سره عشق پیدا کولو او د په هغې عمل کولو او د الله د کتاب په آیتونو کې فکر کول عنوان شوي دي.
د قطر اوقاف وزارت دینی لارښوونې او تبلیغات ادارې مشر شیخ عبدالعزیز الحرمی د دورې شرکت کوونکو سره په خپل لومړي کتنه کښې د دې دورې پر اهمیت او ارزښت تاکید سره وویل: یواځې عقلا او هغه کسان چې پوهېږې وخت د هغوي د ژوند تر ټولو قېمتی څیز دی  نو خپل وخت غنیمت شمېري او هغه نه ضایعه کوې.
هغه دې تاکید سره چې د قرآن کریم ښکلا انتها نه لري وویل: قرآن د الله کتاب دې چې پر پیغمبر صلی الله علیه و آله نازل شوي او د مومنانو او د هغه کسانو چې په کښې تدبر او فکر کوي لپاره هدایت، نور او برکت دي.
د روزنې سیمینار دا دورې د اسلامی لارښوونې او تبلیغاتو ادارې له اړه ماهر مبلغان نه استفادې سره وړاندې کېږي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3728876
captcha