IQNA

سعودي قرآن څېړونکے ونيوے شو

23:54 - July 21, 2018
د خبر لمبر: 3481339
نړیواله ډله: د سعودي امنيتي ځواکونو د عالمانو او د بشري حقوقو د فعالانو د نيولو په دوام کښې قرآن څېړونکے او د رياض د ملک سعودي پوهنتون استاز مساعد الطيار ونيوۀ.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، په ټوئيټر کښې د بشري حقوقو د ډلو د اکاونټونو په نقل د ايرنا د رپوټ له مخې د آل سعودي امنيتي ځواکونو د پوهنتون دغه استاد چې د قرآن علومو په زمينه کښې يې څو کتابونه او مقالې ليکلي دي په خپل کور کښې ونيوۀ او د هغه د ځينوذاتي وسائلو په ضبطولو سره هغه له ځان سره بوتلۀ.
سعودي اجتماعي فعالانو له دې مخکې د سعودي عرب د مبلغ علي بن سعيد الغامدي ، د هغه د ورور او د دغه هېواد د بشري حقوقو د يو شمېر نورو فعالانو د نيولو خبره ورکړ. د سعودي رژيم فوځيانو تېره هفته هم شيخ سفر الحوالي د دغه رژيم په سياستونو باندې د نيوکې په وجه ونيوۀ.
الجزيره ټي وي چېنل د خپلو سرچينو له قوله اعلان وکړ، د بشري حقوقو نيول شوي فعالان د سعودي په جېلونو کښې مناسب حالات نه لري او الحوالي او سلمان العوده په شمول يو شمېر پکښې بيماران شويد ي او زياتره نيول شوي کسان شکنجه کيږي.
په سعودي کښې د کورنيو شمېرنو او رپوټونو له مخې چې وروستۍ شمېرنې نه ګڼل کيږي له دېرشو زرو زيات سياسي فعالان، مخالفين او حقوقي فعالان په توقيف ځايونو کښې پراته دي.

captcha