IQNA

د فلسطین د یهودي کولو پریشانه خوب او د پيړۍ معامله هیڅکله نه عملي کیږي

19:59 - July 24, 2018
د خبر لمبر: 3481350
نړیواله ډله:د اسلامي انقلاب ستر لارښود وفرمایل: د فلسطین یهودي کول هغه پریشانه خوب دی چې امریکې او صهیونیسټي رژیم لیدلی دی خو نه به دغه کار وشي او نه د پيړۍ معامله.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر په یوه وینا کښې د فلسطین او قدس شریف لپاره د (پیړۍ معامله) تر عنوان لاندې د امریکې او صهیونیسټي رژيم سپیره پلان ته اشاره وکړه او ویې فرمایل: د فلسطین یهودي کول هغه پریشانه خوب دی چې دوي لیدلی دی، نه به دغه کار وشي او نه د پيړۍ معامله.
د صهیونیسټي رژيم پارلیمان څو ورځې مخکښې یو قانون تصویب کړ چې له مخې به یې په نیواکي ټاټوبي کښې له استوګنو مسلمانانو او عیسایانو څخه د برخلیک د ټاکلو حق واخیستل شي او دا حق به یوازې یهودیانو ته ورکړی شي.
دا قانون په داسې حال کښې تصویب شو چې د نړیوالو غندنو سره سره د اسرئیلو تیري ګر رژيم د خپلو ښارګیو د پراختیا لپاره هره ورځ د فلسطین او قدس شریف د یهودي کولو په موخه د فلسطین د خاورې سیمې نیسي.
له دې طرحې سره هممهاله امریکا د نیواکګرو او فلسطینیانو د اړیکو د سمولو د بهیر د پيلولو لپاره (د پيړۍ معامله) په عنوان سره خپله غیررسمي طرحه پرمخ بیايي چې موخه یې د فلسطیني خاورې د یهودي کولو د طرحې پياوړتیا ده.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i74995

captcha