د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،حضرت امام رضا علیه السلام د ۱۴۸ هجری قمری کال د ذیقعدې دمیاشتې په یولسمه(۱۱) نیټه په مدینې منورې ښار کښې وزیږید .
د نړۍ دشیعه مسلمانانو د اتم(۸) امام حضرت رضا علیه السلام د فضائلو په اړه ویل شوی دی چې دهغه حضرت په وخت کښې د نوموړي په شان هیڅ ستر عالم نه وو او عباسی خلیفه مامون تل په بیلابیلو پوښتنو سره هغه امتحان کاوه او هغه ستر امام به ورته ځوابونه ورکول او د امام ځوابونو له قران کریم څخه سرچینه اخیستله .
داسلامی ایران مسلمان او مومن خلک هر کال د حضرت امام رضا علیه السلام د نیمکرغه زوکړې په مناسبت په مشهد سپیڅلی ښار کښې د هغه حضرت دسپیڅلی حرم په شمول په سپیڅلی ځایونو کښې په شتون سره جشن لمانځی او شیرینې ویشی .
دایران د راډیو او ټیلی ویژن اداره صداوسیما (Islamic Republic of Iran Broadcasting)په تیره بیا دتهران رادیو پښتو خپرونه د حضرت امام رضا علیه السلام دنیکمرغه زوکړې په مناسبت تاسوټولو ګرانو اوریدونکو ته د زړه له کومې مبارکی وایی .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i75020