
د ایکنا راپور له مخې، د ان اچ کی خبرونو نه په نقل، دې ماډل نه پرون د تویوتا په ښار کښې پرانیستا وشوه.
دا ګرځنده جومات چې پر ټرک جوړ شوي د ایئر کنڈیشن سره تجهیز شوی او یو قبله نما د قبله طرف معلومولو لپاره هم لري.
تقریباْ ۵۰ لمونځ کوونکې په دې جومات کښې په یو وخت سره لمونځ کولې شي.
د جوړوونکې ډلې د وینا په رڼا کښې د دې ماډل جوړولو باندې ۹۰۰زره ډالر لګښت راغلې خو ولی د هغوي هدف دا دې چې اصلې ماډل جوړولو باندې کم لګښت وکړي.
د دې ماډل طرحې لپاره د بهرنې مسلمانانو محصلانو چې په جاپان کښې تحصیل کوي مشوره شوي دی.
دا جومات د المپیک مقابلې پیل کولو لپاره له نړۍ د بېلابېلو ځایونو نه ګډوونکې مسلمانه لوبغاړو او کتونکو او نورو مسلمانانو ته خدمات وړاندې کولو لپاره جوړ شوي دي.
http://iqna.ir/fa/news/3732957