IQNA

22:01 - August 11, 2018
د خبر لمبر: 3481415
نړیواله :د افغانستان د حزب اسلامی د رهبرۍ شورا غړی څرګنده کړه: «ګلبدین حکمتیار»، ټول هغه امتیازونه چی د اشرف غنی له دولت څخه ترلاسه کوی، خپلې کورنۍ ته سپاری.

د افغانستان د حزب اسلامی د رهبرۍ په شورا کی اختلاف پیدا شوید ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د تسنیم خبری آژانس د نن شنبی د راپور په اساس،« قاضی امین وقاد » وویل: د افغانستان د حزب اسلامی مشر ژمنه کړې وه، چی ما د مشرانو په جرګه کی د نمایندګۍ لپاره، د ؤلس مشرۍ ارګ ته معرفی کړی، خو حکمتیار زما پر ځای؛ خپل زوم «غیرت بهیر»، د افغانستان په مشرانو جرګه کی د نمایندګۍ لپاره د ؤلس مشرۍ ارګ ته معرفی کړئ دئ.

وروسته له دې، چی ګلبدین حکمتیار، د افغانستان د مشرانو په جرګه کی د نمایندګۍ لپاره، خپل زوم« غیرت بهیر »، د ؤلس مشرۍ ارګ ته معرفی کړ، د یاد ګوند د رهبرۍ په شورا کی اختلافات زیات شول.

د افغانستان حزب اسلامی؛ هرکال په میلیونونو ډالره پیسې، د افغانستان له دولت سره د حکمتیار د سولې د موافقې تر نامه لاندی، د دغه هیواد د ؤلس مشرۍ د ماڼۍ، او د سولې د لوړې شورا له خوا ترلاسه کوی.

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75506 

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: