IQNA

سعودی عربستان دیمن نسل وژنې ته دوام ورکړی

13:37 - August 16, 2018
د خبر لمبر: 3481435
نړیواله:  د سلواکیه د پارلمان د اروپایی کمیټۍ مشر لوبوش بلاها (Ľuboš Blaha) د سعودی عربستان حکومت یو(۱) سرزوری رژیم وباله چې په یمن کښې د خلکو په وژلو بوخت دی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، دسعودی عربستان رژیم په یمن کښې  نسل وژنه پیل کړی ده .
د سلواکیه د پارلمان د اروپایی کمیټۍ مشر لوبوش بلاها وویل لویدیځ هیوادونه باید د سعودی عربستان د رژیم د اقداماتو او دهغه دجنایتونو په اړه اعتراض وکړی خو هغوې چپتیا غوره کړی ده او د امریکا دوستان دی .
هغه وویل د سعودی عربستان لویدیځ ملګری هیوادونه په ریاض د وسلو په خرڅولو سره د سعودی عربستان د رژیم په جنایتونو کښې شریک دی ځکه چې ال سعود رژیم د امریکا ، انګلستان ، فرانسې او دنورو لویدیځو هیوادونو په وسلو سره دیمن مظلوم ماشومان ، ښځې او سړی وژنی .
د سلواکیه  د پارلمان د اروپایی کمیټۍ مشر لوبوش بلاها دغه راز دیمن د خلکو پرضد دسعودی عربستان جنایتونه انسانی غمیزه وبلله او په دې اړه د لویدیځو هیوادونو په سترګو پټولو یې سخته نیوکه وکړه .
هغه سعودی عربستان ته د ملګروملتونو د بشری حقوقو د شورا دمشرۍ ورسپارل یو(۱) ناوړه کار وباله .
په یمن کښې دسعودی عربستان او دهغه دملګرو جنګ غوښتنه تراوسه د څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) خلکو دوژل کیدا ، لسګونو زره نورو د ژوبلیدا او د میلیونونو خلکو د کډوالیدا سبب شوی ده .
http://parstoday.com/ps/news/world-i75638
captcha