IQNA

د کشمیر مسله په زور او جنګ سره نه حل کیږی

13:40 - August 16, 2018
د خبر لمبر: 3481436
نړیواله ډله: د کشمیر خلک ددغه سیمې د برخلیک د ټاکلو لپاره د ټولپوښتنې د ترسره کیدا په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو داجرا غوښتونکي دي .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی د هند لومړی وزیر ناریندرا مودی(Narendra Modi) وویل د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر پوځی حل لاره نلری .
هغه پرون په نوی ډیلی کښې د هندوستان د خپلواکۍ د کلیزې په دستورو کښې په دې خبرې ټینګار سره چې د کشمیر مسله په زور او جنګ سره نه هواریږی  ددغه سیمې د کړکیچ یوازنۍ حل لاره د کشمیر له خلکو ملاتړ او دهغوې د مشکلاتو ختمول وباله .
د هندوستان دلومړی وزیر ناریندرا مودی دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د دغه هیواد تر  ولکې لاندې د کشمیر سیمې حالات د۲۰۱۶ میلادی کال  دجولاۍ دمیاشتې له اتمې(۸) نیټې راهسې د« حزب المجاهدین »ډلې د قومندان برهان مظفر وانی په وژل کیدا سره کړکیچن شوی دی او په دې موده کښې دکشمیر په اعتراض کونکو د هند دامنیتی ځواکونو په حملو کښې په سلګونو کسان وژل شوی او په زرګونو نور ژوبل شوی او ډیر نور نیول شوی هم دی .
د  کشمیر خلک ددغه سیمې د  برخلیک د ټاکلو لپاره د ټولپوښتنې د ترسره کیدا په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو داجرا غوښتونکی دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i75637
captcha