د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې نن د پاکستان په قومي اسمبلۍ یعنې پارلیمان کښې د شوې رایه اخیستنې په پایله کښې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د ۱۷۶ رایو په ترلاسه کولو سره د مسلم لیګ نواز ګروپ مشر او خپل سیال شهباز شریف ته ستره ماتې ورکړه.
شهباز شریف په دغه رایه اخیستنه کښې د پارلیمان د استازو یوازې ۹۶ راې ترلاسه کړې.
دا شان عمران احمد خان نیازي د پاکستان د نوي وزیراعظم په توګه غوره شو. هغه به سبا د خپل نوي مقام لوړه کوي.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i75681