IQNA

۲۵۰ کلن انسان په پښتو ژبه کښې خپور شو

16:14 - August 20, 2018
د خبر لمبر: 3481450
نړیواله ډله: د معظم لارښود بیاناتو څخه تر لاسه شوې کتاب ۲۵۰ کلن انسان په افغانستان کابل کښې د ایران کلتوری سازمان له اړخه په پښتو ژبه کښې خپور شو.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان په کابل ښار کښې د ایران کلتوری سازمان له اړخه د ایرانی بنسټونو په افغانستان کښې د فعالیتونو د پرمختګ په لار کښې د دغه کتاب ژباړه په پښتو کښې چاب کړي.
دا ارزښمنده اثر چې د معظم لارښود د بیاناتو یوه مجموعه ده د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله او د د معصومین امامانو علیهم السلام د سیاسي – مبارزی  ژوند په هکله دی.
د دې اعلان له نظره، د ۲۵۰ کلن انسان کتاب له دې نه مخکښې په عربی، اردو، انگلیسی، فرانسوی او هوسا کښې ژباړه او خپور شوې دی.
http://iqna.ir/fa/news/3739598
captcha