IQNA

23:15 - August 27, 2018
د خبر لمبر: 3481475
نړیواله:د طالب ډلې وسله والو سلګونه افغان کورنۍ د افغانستان په شمال ختیځ کښې له بدخشان ولایت څخه په زوره ایستې دي.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د بدخشان د ولایتي شورا غړې فرحناز پامیري پرون وویل چې طالبانو د دغه ولایت په ارغنج خواه ولسوالۍ کښې ۶۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته مجبورې کړې دي.
فرحناز پامیري دې ټکي ته په اشارې سره چې له یادې ولسوالۍ ایستل شوې کورنۍ د بدخشان ولایت په نورو سیمو کښې دیره شوې دي، زیاته کړه: دغه کورنۍ چې د خپلو کورونو پریښودو ته مجبورې کړې شوې دي، له بدو او سختو حالاتو سره مخامخ دي.
د طالب ډلې وسله وال د بدخشان ولایت د ځینو سیمو کنټرول په واک کښې لري.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75931

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: