د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، مسولې استخباراتی ادارې دنده لری په چټکۍ او دقت سره د جنایتکارانو پیروان تعقیب کړی او هغه دهیواد قدرتمنې قضایی ادارې ته وسپاری .
هغه حضرت په دغه پیغام کښې د اهواز د ترهګرې پیښې د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ دڅرګندولو او دشهیدانو لپاره د سترو درجو او د شهیدانو او دژوبلو کسانو د کورنیو لپاره د الهی صبر په ارزو سره ټینګار وکړ د ګوډاګیو ترهګرو په لاس په اهواز کښې د ایران د یوشمیر خلکو د شهیدولو خواشینیونکی او ترخې پیښې یوځل بیا دایران دملت د دښمانانو خباثت او بې رحمۍ ښکاره کړه .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړه دغه سخت زړی ګوډاګیان چې په بې ګناه خلکو ، ماشومانو او ښځو ډزې کوی له همغو ریاکارو او درغجنو مدعیانو سره اړه لری چې په پرله پسې ډول د بشری حقوقو خبرې کوی او دهغوې له کینې ډک زړونه دایران د وسله والو ځواکونو په رسمت ګذشت کښې دملی اقتدار ورایښت نشی زغملی .
هغه حضرت ډاګینه کړه د دوې جنایتونه په سیمه کښې دامریکا د لاسپوڅو حکومتونو د دسیسې دوام دی چې خپل هدف یې په ایران کښې دناامنۍ رامینځته کول ګرځولی او دایران ملت به خپلې له ویاړ او شرافت څخه ډکې لارې ته دوام ورکړی او د تیر وخت په شان به په ټولو دښمانانو بریالی شی .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i76675