IQNA

په نیویارک کښې د مسلمانانو ورځ مراسم پیل شو

19:40 - September 26, 2018
د خبر لمبر: 3481553
نړیواله ډله: د مسلمانانو ورځ ۳۳ مراسم د نیویارک په منهتن کښې پيل شو.
د ایکنا راپور له مخې، د ام نیویارک نه په نقل، تېره ورځ په سلګونو مسلمانانو د نیویارک په ښار کښې د مسلمانانو ورځ په مناسبت لاریون پیل کړو.
دا مراسم د ماسپښین لمونځ سره شورو شو او بیا ګډون کوونکو په لاس کښې د لسګونو هیوادونو لکه نیجریه، جمهوری دومنیکن او هندوستان بېرغو سره چې په نړۍ کښې د اسلامی ټولنو ښودنه کوی لاریون پيل کړو.
د دې کال شعار«ټولو لپاره رحمت» وو چې د دې مراسم پیل کوونکو محمد مالک د دې شعار هدف په پراخه توکه د ټولو دینونو منونکو سره سوله او ملګرتیا د ټولو مسلمانانو تعهد اعلان کړو.
ریمه هولیچ چې له ماشومتوب نه به په دې لاریون کښې هر کال مور او پلار سره ګډون لپاره نیویارک ته را تلله، وائي: دا پروګرام په ګوته کوې چې مسلمانان په خپل دین افتخار کوې او د اسلام په اړه غلط تصور او ناوړه فکرونه له منځه وړې. دا مراسم یو کلتوری او زما د کورنۍ د هویت یوه برخه ده.
دا مراسم له کال ۲۰۰۱ نه ورستو له ۱۱ سپټمبر له کبله لغو شوې وو او د دهندګا سازمان په وینا له هغه وخت نه او په تېره بیا د اسلام نه ویرې فضا رامنځته کولو او د ټرامپ حکومت ته را تللو سره په دغه لاریون کښې د شتون لرونکو شمېر کم شوې دی.
دا مراسم پیل کوونکې په دې چې د نیویارک مسلمانان د یوې مودې هڅو نه ورستو بریالی شول چې د اسلامی اخترونو په ورځ باندې نیویارک کښې د مدرسو تعطیل منظور کړی راضي وو.
د مسلمانانو د لاریون ورځ چې په کال ۱۹۸۵ کښې د امریکا مسلمانانو سیاسي دریځ د پیاوړتیا او اتحاد هدف سره شورو شوې وو. چې اوس د وخت په تېرېدو سره، دا په متحده ایالتونو(امریکا) کې د اسلامي میراث او کلتور یو لوی جشن ګرځېدلي دی.
http://iqna.ir/fa/news/3749590
captcha