IQNA

دافغانستان خوست او ننګرهار څو چاودنو ولړزول

19:47 - September 29, 2018
د خبر لمبر: 3481562
نړیواله ډله: دافغانستان د پارلیمانی انتخاباتو دکاندیدانو سیالۍ له پرونه پیل شوی او تر شلو ورځوپورې به دوام وکړی . ټاکل شوې ده د افغانستان د پارلیمانی انتخاباتو دنګل د اکتوبر په شلمه په درست هیواد کې ترسره شی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، دافغانستان  امنیتی سرچینو نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، نن سهار   دافغانستان په خوست ولایت کې  دپارلیمانی انتخاباتو دیوه کاندید دګاډو دکاروان په لاره کې  بم چاود شوی ، چې له امله ئې  یو شمیر کسان مړه او ټپیان شوی دی . همداراز  نن سهار   دافغانستان د ننګرهار ولایت   په  جلال آباد او سرخرود ولسوالیو  کې  هم درې  چاودنې شوی چې وئیل کیږی یوشمیر کسان په  کې ټپیان شوی دی . 
البته دخبر ترمخابیره کیدا پورې  د دغو پیښو پړه چا په غاړه نه ده اخستې .
له بلې خوا  دفراه ولایت  په مرکز فراه ښار کې  هم  ناپیژاندو مخ پټو  وسلوالو   په ډزو کې یو پولیس وژلی او درې نور ئې ټپیان کړی دی .
 دافغانستان د پارلیمانی انتخاباتو  دکاندیدانو سیالۍ  له پرونه  پیل  شوی او تر شلو ورځوپورې به دوام  وکړی .  ټاکل شوې ده د افغانستان  د پارلیمانی انتخاباتو دنګل د اکتوبر په شلمه په درست هیواد کې ترسره شی .
 http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76854
captcha