IQNA

په اندونیزیا کښې د قرآنی پوهانو نړیواله غونډه شورو شوه

19:00 - October 01, 2018
د خبر لمبر: 3481566
نړیواله ډله: د اسلامی نړۍ قرآنی کارپوهان، استادان او متفکران د سه شنبه له ماښام د اسلامی اعتدال شعار سره په اندونیزیا کښې شورو شو.
سمیح خالد احمد عثامه، د قرآن نړیواله مقابلو اردنی داور او استاد ایکنا سره په مرکه کښې وویل: په دې نړیواله غونډه کښې، یو شمېر قرآنی فکر کوونکی، پروفیسوران او عالمان شتون لري.
هغه زیاته کړه: دا غونډه د « د لا زیاتې سولې، امنیت او منځنې ژوند لپاره اسلامی اعتدال» له دریم مهر نه په اندونیزیا کښې شورو شو.
خالد عثمان څرګنده کړه: په دې غونډه کښې چې تر پنځم مهر پورې ادامه لرله، موضوعات لکه د ژبې اصول د قرآنی معانی په ژباړه کښې، د قرآن معانی ژباړې پرمختګ کښې اصول او لار، په اندونیزیا کښې د رسم الخط قرآن معیار او همدارنګه د مصحف د لیکلو قواعد باندې بحث کېږی.
همدارنګه دو کار کوونکې ډلي چې دوه موضوعات به د «په اندونیزیا کښې د قرآن معیاری نسخه» او «د اندونیزیا دینی چارو وزارت لپاره د قرآن معنانی ژباړه» عنوان سره څېږي.
د اندونیزیا هیواد د ینی چارو په وزارت کښې د تفسیر کمېټۍ او د قرآن کریم بیا کتنې کمېټۍ مشرمخلص محمد حنفي، د اندونیزیا د قرآنی مقابلو مشهور داور سید عقیل حسین المنور، د قرآن کریم نړیواله مقابلو اردنی داور سمیح احمد خالد عثامنه، د قرآنی مقابلو پاکستانی داور او د تجوید استاد احمد میان تهانوی او د مصر استادان او ...، به په دې غونډه کښې شتون لرې.
http://iqna.ir/fa/news/3750305
captcha