IQNA

هغه کسان چی جنایت د رحمت په نامه یادوی

19:05 - October 01, 2018
د خبر لمبر: 3481567
نړیواله دله: له امریکا سره د امنیتی تړون د لاسلیک کولو څخه له څلورو کلونو وروسته، د تړون د لاسلیک د کلیزې په درشل کې، امریکایی چارواکو اعلان وکړ؛ چې په افغانستان کې یې د طالبانو پر خلاف د اف ۳۵ جېټ الوتکو بمبارۍ د لومړی ځل لپاره پیل کړې.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دې اعلان په غبرګون کې د افغانستان دفاع وزارت، سمدستی وویل؛ چې دا له ترهګرو سره د امریکا قوی هوډ ښیی.د افغانستان د دفاع وزارت د دې غبرګون معنا څه ده؟ افغان مقامونه د افغانانو بدبختیو ته له کومی زاویی څخه ګوری؟ د ملی شورا غړیو او یو شمېر د نظر خاوندانو، پر دې مسئلې پر ځاى غبرګون وښود، او و یې ویل: چې له بده مرغه امریکا ته، افغانستان یوازې د خپلو موخو د پاللو او ترلاسه کولو یو ځاى دئ. دلته د مور بم او اف ۳۵ الوتکو په څېر وسلې ازمویی. له بده مرغه افغان مقامونه پردی ډول ته څڼې غورځوی، او د پردیو د اهدافو او ګټو لپاره خوشحالی ښیې، او پر دې دوى هېڅ فکر نه کوی، چې نن د تکنالوژۍ او د رسنیو د اوج زمانه ده، ولسونه یوازې د خپلو چارواکیو خولو ته نه ګوری، نه هره ادعا منی، بلکې هر څه ورته د سترګو په رپ کې په اصلی بڼه افشا کېږی.
څو ورځې وړاندې یو راپور خپور شو؛ چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، تر تېر کال په همدې موده کې د ملکی مرګ ژوبلې کچه ۵۲ سلنه زیاته ده. دغه ملکی مرګ ژوبله د چورلکو، بې پیلوټه او نورو الوتکو په بمباریو کې ده. تر ټولو خطرناکې اف ۳۵ جېټ الوتکې چې د کندز او هلمند پر کلیو د وحشت تجربې وکړی، د افغانستان د مظلوم ولس د مرګ ژوبلې کچه به څومره لوړه کړی؟
د افغانستان دفاع وزیر وایی: په یوه میاشت کې ۱۲۰۰ سوه پوځی ځواکونه وژل او ټپیان شوی دی، خو د ده منطق ته پام وکړئ چې وایی: د خوښۍ ځاى دا دى چې همدومره مو نوی جذب شوی ځواکونه هم درلودل، که زموږ پر ولس د همدغه ذهنیت خاوندان حاکم وی، چې د بهرنیانو وحشت په رحمت تعبیروی، او د هېوادوالو مصیبتونه، تر واوره سوړ پردى غم ګڼی، د ولس راتلونکې له ورایه ښکاری، چې تر دې به هم په سترو غمیزو او بدمرغیو اوړی.
د اوسپنې د دروازو او کانکریټی دېوالونو شا ته پراته؛ د ولس د
زامنو د قربانیو په امتیاز پړسېدلیو ناستو یارانو او مقامونو څه غم دى؟ د امریکا مور بم د افغانستان په ختیځ کی د اچین پر ولس وآزمایل شو، د نورو وژونکیو وسلو نښه زموږ هغه ولس دى، چې قاتل یې د دوى تی  رودی ماشومان هم د ترهګرو په نامه یادوی، د قرآن حافظان او تنکی ځوانان یې په ړندو بمباریو وژنی، او بیا پرې د پاکستان او د کوټې او وزیرستان څخه د راغلیو قاتلانو او د طالبانو د مشرانو نومونه ږدی.
خو د ټول افغانستان ؤلس د دی جنایت او وحشت کتونکئ دئ. هغه کسان چی د امنیتی تړون ستاینه کوی، او د امریکائیانو جنایتونه توجیه کوی، او له ټروریزم سره د مبارزی ګمان پری کوی، په خدای قسم؛ د افغانستان ؤلس دغه چاری ستره ګناه ګنی، او دوی به ونه بخښی، او د هغوی نومان به د تاریخ په پاڼو کی د ؤلس د خائنانو او وطن پلورونکو ترڅنګ ولیکی.
د ویلو وړ ده؛ چی د اوس وخت خائنانو؛ د شاه شجاع او امیر عبدالرحمان خان په شان خائنانو مخ سپین کړئ دئ.  
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76927

captcha