IQNA

په کابل ښار کې دوو چاودنو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

15:49 - October 06, 2018
د خبر لمبر: 3481579
نړیواله ډله: د کابل ښار د ۱۲مې امنیتی حوزې په مربوطاتو کې دوو ماین چاودنو، د پولیسو په ګډون ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د رسنیو د راپور په اساس، د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند« بصیر مجاهد » کلید ته وویل: نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۱۵ دقیقې د یادې امنیتی حوزې د«شینې پل» په سیمه کې د سړک پر غاړه دوه ځاى پر ځاى شوی ماینونه چاودلی، چې له کبله یې دوه ملکی وګړی وژل شوی، او د شپږو پولیسو په ګډون نهه تنه نور ټپیان دی.

د نوموړی په وینا، لومړۍ چاودنې یو هایلکس ډوله موټر په نښه کړ، او ورپسې دوهم ماین هم وچاودېد.

د وروستی تر لاسه شوی خبر له مخي، پدغه پیښه د افغانستان دوه امنیتی ځواکونه وژل شوی دي.

د دغو چاودنو مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستى؛ او په کې یې د ۱۳ پولیس افسرانو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i77050

captcha