IQNA

بنګله دیش یوې ناآبادې جزیرې ته د یو لاک روهینګیا مسلمانانو د لیږلو په لټه کښې دی

14:37 - October 27, 2018
د خبر لمبر: 3481623
نړیواله ډله: د بنګله دیش حکومت په نزدې راتلونکې کښې یوې شاړې او غیرآبادې جزیرې ته د میانمار د روهینګیا قام د یو لاک بې کوره شویو مسلمانانو د منتقلولو خبر ورکړ.

د ایرنا د رپورټ له مخې د بنګله دیش حکومت پرون وویل: د تیر پروګرام په اساس غواړو په وړومبي پړاؤ کښې له میانمار سره په خپل سرحد کښې موجود د میانمار د روهینګیا قام یو لاک مهاجرین، په بنګال خلیج کښې (باشان چار) نومې شاړې جزیرې ته ولیږو.

د بشري حقوقو څارونکي دغې غیرآبادې جزیرې ته د روهینګیا کډوالو د لیږلو لپاره د بنګله دیش پر پریکړې نیوکړه وکړه او ویې ویل چې دغه جزیره د ډوبیدو له خطر سره مخ ده او د کډوالو د دیره کولو لپاره پکښې هیڅ ډول امکانات او وسایل نشته.

د میانمار د پوځ او تندلارو بودائیانو له ظلمونو تښتیدلي د دغه هیواد د روهینګیا قام مسلمان کډوال د میانمار او بنګله دیش په پوله ایزه سیمه کښې د کډوالو په ډکو کیمپونو کښې په ډیرو سختو حالاتو کښې اوسیږي.

http://parstoday.com/ps/news/world-i77638

captcha