د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د ايرنا د رپوټ له مخې حجت الاسلام والمسلمين نجف نجفي روحاني پرون په کربلا کښې د امام حسين (ع) د يو شمېر سني زائرينو علماو په کتنه کښې وويل، حسيني (ع) اربعين يا څلوېښتي به بالاخره د امت واحده د جوړېدو سبب وګرځي، ځکه چې په داسې عظيم الشانه غونډه کښې د ميلينونو انسانانو عشق او ايثار او هغه هم د يو مقصد لپاره په نړۍ کښې بې مثاله چاره ده.په عراق کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د بعثي استازي زياته کړه، د ايران او عراق دوو ملتونو تعلقات او روابط به په تېره بيا د حسيني (ع) اربعين په ورځو کښې د لا زيات وحدت، يووالي او پېوستون سبب شي.
حجت الاسلام والمسلمين نجف نجفي روحاني په دې باندې په تاکيد سره چې د حسيني اربعين د زائرينو راتلونکے حرکت به د بيت المقدس په لور وي وويل، دښمنان او د امريکې نړيوال استکبار د اربعين موضوع د هغې د حساسيت له لحاظه په ډېر دقت سره څاري نو ځکه پکار دي د نړۍ مسلمانان بېدار اوسي او د دښمنانو دسيسې شنډې کړي.
د سني علماو د پلاوي په نمائندګۍ شېخ مهدي حيدري کبير هم په دغه کتنه کښې وويل، حسيني اربعين د اسلامي امت د يو زړه توب، وحدت، انسجام او يو والي ذريعه ده او دا چاره ورځ په ورځ له مضبوطه او پياوړې کيږي.
http://parstoday.com/ps/news/world-i77747