IQNA

د افغانستان په ختیځ کښې د بهرنیو ځواکونو خلاف مظاهرې وشوې

21:35 - October 31, 2018
د خبر لمبر: 3481633
نړیواله ډله: د افغانستان د کنړ ولایت خلکو د یولړ مظاهرو په کولو سره د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کښې د ماشومانو وژله وغندله.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ یوشمیر اوسیدونکو پرون د ماشومانو د مړو په راوړلو سره د دغې ولسوالۍ په بازار کښې مظاهرې وکړې او د امریکايي پوځیانو خلاف یې یولړ شعارونه ورکړل.
مظاهره چیانو خبرداری ورکړ ترڅو چې د بهرنیو ځواکونو په حمله کښې د دوي د ماشومانو د وژل کیدو په مسئلې غور نه وي شوی تر هغې به خپلې مظاهرې جاري وساتي.
په عین حال کښې د کنړ د ولایت ویاند عبدالغني مصمم وویل چې د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ باندې د بهرنیو ځواکونو په وروستیو هوايي بریدونو کښې درې ماشومان مړه شوي او د دغه هوايي برید د علت معلومیدو په موخه پلټنې پیل شوې دي.
د ملګرو ملتو د رپورټ له مخې په افغانستان کښې د روان میلادي کال په وړومبیو نهو میاشتو کښې د جنګ، چاودنو او هوايي بریدونو له امله ۲ زره ۸ سوه ملکي وګړي وژل شوي او ۵ زره او دوه نیم سوه نور زخمي شوي دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i77491
captcha