IQNA

د هند په تاج محل جومات کښې په لمونځ بندیز

23:28 - November 12, 2018
د خبر لمبر: 3481657
نړیواله ډله: د هند لرغونې پېژندلو سازمان اعلان کړې چې د جمعه له ورځې نه پورته نور لمونځونه د دغه هیواد د آګرا ښار د د تاج محل په جومات کښې کولو باندې بندیز دی.

د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې په دې اړه لیکلې دی: د هند لرغونې پېژندلو سازمان، د دغه هیواد د شمالي ښار آګرا په جومات کښې د ورځې پنځه وخته لمونځ باندې بندیز دی او مسلمانان کولې شې چې یواځې د جمعه په ورځ باندې په دغه جومات کښې لمونځ وکړي.
د هند لرغونې پېژندلو سازمان مشر فاسان سواران په دې اړه وویل: دا اقدام د محاکمې په حکم سره ترسره شو او د تاج محل جومات به یواځې د جمعې لمونځ لپاره مجاز وې.
د ارم نیوز خبرونو چینل هم د هندی ورځپاڼې ټایمز اف انډیا نه په نقل سره لیکلې: د هند چارواکو تېره شپه د تاج محل د وضو ابو سرچینه بنده کړه.
دې ورځپاڼې دې ته اشارې سره چې سید صادق علی د تاج محل جومات امام چې د لمونځ ورکولو لپاره جومات ته تلې وو، د ابو نشتوالی سره مخامخ شو، په ادامه کښې لیکې: د ابراهیم حسین د تاج محل کمېټۍ مشر وایئ له کلونو رسې په تاج محل کښې پنځه وخته لمونځ کېدو او هیڅ دلیل د روزانه پنځه وخته لمونځونو په دغه جومات کښې کولو باندې بندیز لپاره شتون نه لري.
هغه زیاته کړه: په مرکزي حکومت کښې د اسلام پر ضد موجود ذهنیت او د محلي حکومت هغې سره ملګرتیا د دې حکم سبب دی.
د هند سترې محکمې د دې کال په تیر میاشته کښې د دا حکم صادر کړې وو، چې د هغې په رڼا کښې به یواځې د آګرا ښار مېشته مسلمانان په تاج محل کښې د ورځې پنځه وخته لمونځ او د جمعې لمونځ کولې شې. دا جومات د هند اسلامی آثارو څخه دی او په کال ۱۶۳۱ کښې د یو مغل پادشاه شاه جهان له اړخه د خپلې ښځې په یاد کښې جوړ شوې وو.
http://iqna.ir/fa/news/3761641
captcha