IQNA

23:07 - November 19, 2018
د خبر لمبر: 3481676
نړیواله ډله: د پاکستان په کویټه او شمالي وزیرستان کښې د بم په چاودنو کښې د دغه هیواد پنځه پوځي ځواکونه وژل شوي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د پاکستان امنیتي چارواکو وویل چې پرون د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د یو پوځي ګاډي په لاره کښې د بم چاودیدو په وجه درې پوځیان مړه او څلور نور زخمي شول..دغو چارواکو همداشان زیاته کړه چې په شمال وزیرستان کښې د یو پوځي ګاډي په لور د لاسو یو جوړ بم وروغورځول شو چې پکښې دوه پاکستاني پوځیان مړه او دوه نور ژوبل شول.
د دې ترهګرو حملو پړه تراوسه چا نه ده منلې.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78253
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: